Skip County Header
Alameda County, CA, acgov.org
Larry Brooks
Director
Healthy Homes Department
Including the Lead Poisoning Prevention Program

social media icons

پښتو




د 1991 کال راهیسې، د Alameda County Healthy Homes Department ټولنې ته خدمت کړی ترڅو د سرپ چاپیریال ککړتیا له مینځه یوسي، د ماشومتوب د سرپو مسمومیت مخه ونیسي او د استوګنې د ستونزو په حل کولو سره د روغتیا پایلې ښي کړي. دا څانګه د مسموم شویو ماشومانو د قضیې مدیریت، د ټولنې پوهاوی او تعلیم، روزنه، د خطر کمولو خدمتونه، د سالمو کورونو مداخلې، او مشورې چمتو کوي. د ملي مالې مرستو په کارولو سره، موږ د تصدیق شوي قراردادیانو سره کار کوو ترڅو زموږ په کورونو کې د سرپو خطرونه په ګوته کړي.


د سرپو مسمومیت یا د سرپو زهري کول هغو خطرونو ته اشاره کوي چې پایله یې ناروغي رامینځته کوي او سمدستي طبي پاملرنې ته اړتیا لري. دا د هغو پیښو تشریح کولو لپاره کارول کیږي کله چې په وینه کې د سرپ لوړه کچې پورې اړوند جدي روغتیا اغیزې شتون ولري. که چیرې په وینه کې د سرپو کچه 45 مایکرو ګرامه هر ډیسی لیټر (μg/dL) ډیر وي، نو روغتیا پالونکي ممکن د بدن څخه د سرپو لرې کولو لپاره درمل وړاندیز وکړي. په هرحال کې، ماشومان د سرپو په وړاندې خورا حساس دي او معلومه شوې چې په ټیټه کچه سرپ د زیان لامل کیږې.

دا چې څنګه د سرپ په مقابل کې د بېلابېلو خلکو بدنونه غبرګونه ښیې ډیری فکتورونه اغیزه درلودلی شي. په دې فکتورونو کې د یو شخص عمر، خواړه، د سرپ سره مخ کیدلو سرچینه، په سرپو د اخته کیدو اندازه، مزمن ناروغۍ، او د سرپ سره د مخ کیدو موده شامل دي. ډیری ماشومان چې د سرپو سره مخ کیږي هیڅ څرګند اعراض او علایم نلري. په هر حال کې، ځینې وختونه د سرپو سره مخ کیدلو وروسته د ډیرو روښانه روغتیا اغیزو لامل کیږي چې عاجل درملنې ته اړتیا لري.

په بدن کې د سرپو درلودلو یا د سرپ سره مخ کیدل په هیڅ کچه د ماشومانو لپاره خوندي ندي. حتی د سرپو ټیټه کچه چې یو وخت خوندي ګڼل کیده په هوښیارۍ، چلند او روغتیا کې د زیان رسوونکو بدلونونو سره تړاو لري. ماشومان ډیر په خطر کې دي ځکه چې دوی لاهم په فزیکي او ذهني توګه وده کوي.

سرچینه: د ناروغیو د کنټرول او وقایې مرکزونه


    ستاسو کور ممکن د سرپو ډیری سرچینې ولري. په المیډا کاونټي کې د سرپ ترټولو عام سرچینې د رنګ او خاورې څخه دي، مګر نورې لږ عام سرچینې کیدای شي په لاندې ډول وې:
  • د دیګ مساله
  • باغدارې
  • لوب توکې
  • چاکلیټ
  • کورنۍ داروګان
  • د سیرامیک لوښې
  • نورې هغه سرچینې چې عام ندي


هغه بې وزله ماشومان چې په ښاري سیمو کې په زړو کورونو کې ژوند کوي د سرپو د مسمومیت ترټولو لوی خطر سره مخ دي ځکه چې دوی اکثرا په هغو اپارتمانونو یا کورونو کې ژوند کوي چې ښه نه ساتل کیږې. په هر حال کې، متوسط او لوړ عاید لرونکي ماشومان د سرپو د مسمومیت څخه هم ندې خلاص او د سرپو د مسمومیت د پام وړ خطر سره مخ دي که چیرې په زړو کورونو کې د غیر خوندي ترمیم یا بیا جوړونې پروژې ترسره شي چیرې چې دوی اوسیږي.


په تیرو 30 کلونو کې، موږ د هغو ماشومانو په شمیر کې زیاتوالی لیدلی چې د استوګنیزو سرچینو پرته لکه دودیز درمل/داروګان، خواړه یا له بهر څخه وارد شوي توکي، او د پخلی لوښې څخه په سرپو مسموم شوي دي. لاندې معلومات دا په ډاګه کوې چې په سرپو د اخته کیدو احتمالې لاملونه کوم دې چې ستاسو او ستاسو د کورنۍ اړوند وي.

Surma Fact Sheet


د پوهیدو یوازینۍ لار چې ستاسو ماشوم د سرپو خطرونو سره مخ شوی وي د خپل ماشوم ډاکټر څخه د وینې د سرپو ازموینې غوښتنه کول دي.

کله چې یو ماشوم د سرپو سره مخ کیږي اکثرا هیڅ ښکاره اعراض او علایم نلري. د دې له امله، د وینې معاینه ترټولو غوره لاره ده ترڅو دا معلومه کړي چې آیا یو ماشوم د سرپ سره مخ شوی. که ستاسو ماشوم احتمالا د سرپو سره مخ شوی وي، د وینې د سرپو ازموینې ترلاسه کولو په اړه د خپل روغتیا پاملرنې چمتو کونکي سره خبرې وکړئ. ستاسو د ماشوم د وینې د سرپو ازموینې پایلو پراساس، د روغتیا پاملرنې چمتو کونکي کولی شي د تعقیبي کړنو او پاملرنې سپارښتنه وکړي.

سرچینه: د ناروغیو د کنټرول او وقایې مرکزونه


د دې موندلو غوره لاره چې ستاسو په کور کې د سرپ خطرونه شتون لري ستاسو د کور معاینه کولو لپاره د سرپو یو تصدیق شوي پلټونکۍ ګمارل دي. په Bay Area کې زموږ د مشاورینو رهنما ته لاړ شئ ترڅو دغه شخص ومومئ.


د کور د سرپو رنګ د وړیا ترمیم لپاره د مالې مرستې غوښتنه وکړئ

  • زموږ هغه تایید شوې غوښتونکې چې د سرپو د خطر ترمیم لپاره غوښتونکي ته وړیا د سرپو معاینه، د سرپو خطر ترمیم لپاره په هر واحد کې تر 10,000 ډالرو پورې مالې مرسته ورکول کیږي، د نورو صحي کورونو خطرونو لپاره وړیا معاینه چې ممکن د اضافي وجوه لپاره وړ وي ، او یو ګمارل شوی مسلکي څوک چې چمتو کوي د پروژې پراخه مرسته، او د پروژې نظارت ستاسو د کور یا ملکیت په خوندي کولو کې مرسته کوي. دا مرسته په المیډا کاونټي کې د 1960 څخه دمخه د هغو استوګنېز ملکیتونو مالکینو لپاره شتون لري څوک چې وړ وي. دلته کلیک وکړئ ترڅو نور معلومات ترلاسه کړئ.

کور پاک کړئ

  • اکثرا د سرپو خطرونو سمدستي سرچینه دوړې (ګردونه) وي. که تاسو د سرپ لرونکې د دیوال رنګ یا ککړه خاوره په کور کې ولرئ، د کور په دوړو کې به یو ټاکلی مقدار سرپ موجود وي. لومړی کار دا دی چې د کور په پاکولو سره د دوړو څخه کور پاک شي. پدې کې باید په منظمه توګه هغه ځایونه شامل وي چې کیدای شي له پامه وغورځول شي، لکه د کړکیو بهرنې او دننې برخې. حتی که تاسو پوستک شوې رنګ نلرئ، په چاپیریال کې بیاهم کافي سرپ شتون لري چې د دوړو هر ډول راټولیدل ممکن یو څه سرپ ولري. سختې او کلکی سطحې په ښه پوډرو ووینځئ. د قالینو لپاره د HEPA برقې جارو وکاروئ. HEPA یعنې په لوړه کچه د هوا د ذراتو فیلټر کوونکۍ. HEPA یو ځانګړی فلټر دی چې د دوړو خورا کوچني ذرات په نښه کوي کوم چې د عادي فلټر څخه تیریږي.


Alameda County sealAlameda County © 2021 • All Rights Reserved • Legal / DisclaimersAccessibility